د عامې روغتیا وزارت اړوند جامع (Comprehensive) لومړي پړاو تحریري ازموینې ګډونوالو د بایومتریک معلوماتو ثبت بهیر ترسره شو!
Published on: **2026-09-06 11:36:15** | Views: 21
د عامې روغتیا وزارت اړوند جامع (Comprehensive) لومړي پړاو تحریري ازموینې ګډونوالو د بایومتریک معلوماتو ثبت بهیر ترسره شو!
د ازموینو عمومي ادارې له لوري د عامې روغتیا وزارت اړوند جامع (Comprehensive) لومړي پړاو د (اورتوپیدي اطفال، اورتوپیدي کاهل، جراحي اطفال، عقلي او عصبي «نظامي»، جراحي اوعیه، رادیولوژي او صحت رواني) رشتو تحريري ازموینې ګډونوالو د بایومتریک معلوماتو ثبت بهیر نن یکشنبه، د ۱۴۰۵ کال د وږي میاشتې په (۱۵مه) نېټه، د سهار له (۸) بجو څخه پیل شوی و، چې د مازدیګر تر (۴) بجو پورې یې دوام درلود.
د عامې روغتیا وزارت اړوند جامع (Comprehensive) لومړي پړاو تحریري ازموینه به سبا دوشنبه، د ۱۴۰۵ کال وږي میاشتې په (۱۶مه) نېټه، په ازموینو عمومي ادارې کې واخيستل شي.