د ازموینو ملي ادارې له لوري د حضرت معاذ بن جبل (رض) ملي نظامي اکاډمۍ ازموینې ګډونوالو د کارتونو وېش او بایومتریک معلوماتو ثبت پروسه په منظمه توګه ترسره شوه. یاده پروسه دوشنبه، د روان ۱۴۰۴ کال د سلواغې میاشتې په (۲۷ مه) نېټه د سهار په ۸ بجو پیل او د مازدیګر تر ۴ بجو پورې یې دوام درلود. د یادې پروسې په جریان کې د حضرت معاذ بن جبل (رض) ملي نظامي اکاډمۍ ازموینې ګډونوالو ته کارتونه ووېشل شول او د بایومتریک معلومات یې د ازموینو ملي ادارې د اصولو له مخې ثبت شول، ترڅو په ازموينه کې بشپړ شفافیت او نظم وساتل شي. د یادونې وړ ده، هغه ګډونوال چې نن ورځ (دوشنبه) د نه راتګ او ستونزو په اساس د بایومتریک معلوماتو ثبت له پروسې څخه پاتې شوي، کولای شي چې سبا (سه شنبه) د ازموینې په ورځ مخکې له ازموینې څخه خپل د بایومتریک معلومات ثبت کړي، تر څو له ازموینې څخه پاتې نه شي. ټاکل شوې ده چې، یاده ازموینه به سبا (سه شنبه سلواغې ۲۸مه) په کابل پوهنتون کې په منظم ډول واخیستل شي.