دغه ازموینه چې په کابل پوهنتون کې ترتیب شوې وه، د ازموینې د پوښتنو صندوق د ازموینو ملي ادارې، کابل طبي پوهنتون او کابل پوهنتون رهبري غړو په شمول د ازموینې ګډونوالو په حضور کې پرانېستل شو. په یاده ازموینه کې د کابل طبي پوهنتون د ماسټرۍ دوه برنامو (عامه روغتيا او تغذي) برخه کې نږدې پنځه سوه تنو داوطلبانو نوملیکنه کړې وه، چې له ډلې به یې شپېته تنه وړ کسان یادو برنامو ته د ماسټرۍ زده کړو لپاره معرفي شي. د ازموینې له بهیر څخه د ازموینو ملي ادارې اداري او تخنيکي مرستيال شيخ رحيم الله حقاني، د پوښتنو بانک چارو د تنظیم رئیس مولوي معلم احمد حقاني، مالي او اداري رئیس مولوي عتیق‌الله، د مقام دفتر مسؤول استاد احمد نوید نوري او د اړوندو برخو مسؤولینو څارنه او لېدنه ترسره کړه. د ازموینو ملي اداره ژمنه ده، چې ټولې رقابتي ازموینې د عدالت او شفافیت اصل په نظر کې نیولو سره واخلي او وړ کسان اړوندو بنسټونو ته معرفي کړي. چهارشنبه، ۱۴۰۴ کال مرغومي ۲۴ مه