په ننګرهار کې د ۱۴۰۶ کال کانکور ازموینې د نوم لیکنې فورم ډکولو په موخه معلوماتي سمینار ترسره شو
Published on: **2026-10-20 09:08:18** | Views: 48
د ازموینو عمومي ادارې د ننګرهار زون د ازموینو تنظیم چارو آمریت او د دغه ولایت د پوهنې ریاست په ګډه همکارۍ، د مرکز او ولسوالیو د پوهنې مسؤولینو او د ښوونځیو امرینو ته د ۱۴۰۶ کال کانکور ازموینې د نوملیکنې فورم په سمه او دقیقه توګه ډکولو په موخه یو ورځنی معلوماتي سمینار ترسره شو.
په دغه سمینار کې د ننګرهار زون د ازموینو د تنظیم چارو آمریت مسؤولینو، ګډونوالو ته د نوملیکنې فورم په انلاین بڼه ترلاسه کولو او د فورم ډکولو پر څرنګوالي هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او د داوطلبانو اړوند معلوماتو د کره ثبت او د هر ډول احتمالي تېروتنو پر مخنیوي یې ټینګار وکړ، ترڅو د ۱۴۰۶ کال کانکور ازموینې پر مهال د زدهکوونکو د اسنادو په برخه کې ستونزې رامنځته نه شي.
د یادونې وړ ده، چې د ازموینو عمومي اداره هڅه کوي، څو له اړوندو تعلیمي بنسټونو سره د ورته همغږۍ غونډو او سمینارونو له لارې د نوملیکنې بهیر تر پخوا لا شفاف، چټک او منظم کړي.