د ازموینو ملي ادارې له لوري د طلبای کرامو د سویې تثبیت (ثانویه او مافوقالثانویه) ازموینې ګډونوالو بایومتریک معلوماتو ثبت بهیر پیل شو.
Published on: **2026-02-12 07:26:41** | Views: 2,647
د ازموینو ملي ادارې له لوري د طلبای کرامو د سویې تثبیت (ثانویه او مافوقالثانویه) ازموینې ګډونوالو بایومتریک معلوماتو ثبت بهیر پیل شو.
یاد بهیر نن پنجشنبه، د روان ۱۴۰۴ کال د سلواغې میاشتې په (۲۳ مه) نېټه د سهار له اووه بجو پیل او تر مازدیګر څلور بجو پورې به دوام ولري.
په دې پروسه کې د یادې ازموینې ټولو ګډونوالو د بایومتریک معلومات ثبتېږي، څو ازموينه یې په شفاف او منظم ډول ترسره شي.
د یادونې وړ ده، چې د طلبای کرامو د سویې تثبیت (ثانویه او مافوقالثانویه) ازموینه به سبا جمعه، د سلواغې میاشتې په (۲۴ مه) نېټه، چې د هېواد (۲۵) ولايتونو داوطلبان په به کې ګډون کوي، په ټاکل شویو (۱۳) حوزو کې واخیستل شي.